تبليغاتX
د ورېښمو لار
ډېره موده وشوه چې څه مې ندي ليکلي،
+ نوشته شده توسط تایب در Mon 8 Jun 2009 و ساعت 6:18 PM |
دا دی ۱۳۸۸ لمریز کال راورسید ، په تېرو دېرشو کلونو کې زموږ خلکو راز راز رنځونه وګالل، رنګارنګ ناخوالې وې، لوږه تنده  ، بې سرپناهي، مهاجرت ، بې وزلي او ګڼې نورې ستونزې.

خو یو څه  ته باید پام وکړو هغه دا چې ډېر دا څه زموږ د خلکو له پاکه نیته شوي دي هر چا چې هرې خواته سوق کړي پرته له دې ډېر فکر پرې وکړي په هماغه لار تللي دي. باید نور د خپل هیواد او خلکو گتو ته پام وکرو او خپل وطن سمسور آباد او د سیالانو سیال کرو.

اوس به ټول د پاک رب دربار ته د دعا لاس پورته کړو او دا به ووایو چې رب دې دا کال د ټولو انسانانو ، په تېره بیا د افغان مسلمان خلکو لپاره د خیر سولې او برکت کال وي.

هیله ده چې د ټولو افغانانو د سولې او سمون هیلې په دې کال کې پوره شي.

+ نوشته شده توسط تایب در Sat 21 Mar 2009 و ساعت 9:29 AM |
 

اسرائيلي پوځيانو د دسمبر په اوه ويشتمه نېټه د فلسطين پر غزې سيمې باندې درنې بمبارۍ پيل کړې چې لړۍ يې دا دی د  دسمبر تر وروستۍ نيټې راورسېده ، او په ترڅ کې يې د حماس د ګڼ  شمېر غړو په ګډون په سلګونو  عام وګړي وژل شوي  دي  .

  د اسرائيلي مشرانو خبرو ته په کتو سره دغه لړۍ به تر ډېره روانه وي ، او وايي چې د اړتيا په وخت کې به نورې ورته کړنې هم ترسره کړي او د ځينو رسنيو د خبرونو له مخې اسرائيلي پوځيانو ويلي چې په غزه کې به د حماس يوه ولاړه ودانۍ هم پرې نه ږدي ، او خپلو بريدونو ته به دوام ورکړي ، خو ددې ټولو پر وړاندې نړيواله ټولنه يواځې د صبر او زغم خبرې کوي ، او دواړه خواوې (اسرائيل او حماس) د ژر تر ژره  اوربند خواته رابولي .

 هغه هېوادونه او ټولنې چې په نورو سيمو ، پېښو او د ورته مرګ ژوبلې پر مهال غندنې کوي نن ورځ ټول چپ خوله پاتې دي ، که دا شمېر مرګ ژوبله په اسرائيلو کې رامنځته شوې وای، نو ښايي پر غندنو سربېره به أن د عمل ډګر ته هم راوتلي و ، نن ورځ د بشر د حقونو هغه ټولنې او سازمانونه چېرې دي چې د اسرائيلو لخوا د بې ګناه او عامو وګړو وژنه وغندي او نيوکې پرې وکړي ، اسلامي هېوادونه هم بېړنۍ غونډې جوړوي او  يو شمېر پرېکړې کوي چې څرګنده  پايله يې معلومه نه ده ، او هغه د چا خبر داسې يوه پرېکړه نه کوي چې د فلسطينيانو درد پرې دوا شي .

 اروپايي ټولنې هم يوه غونډه وکړه چې د لنډ مهالي  اوربند پر  غوښتنې سربېره يې نورڅه ندي کړي ، دوي يواځې سيمې ته د درملو د لېږدولو او د ملګرو ملتونو زېرمه تونونو ته د خوراکي توکيو د ليږدولو په موخه د لنډ مهالي اوربند غوښتنه کوي .

 جنګ جګړه د وسله والو ډلو او پوځيانو کار دی ، خو د اسرائيلو په اوسني بريد کې په سلګونو تنو          بې ګناه او عامو وګړو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی او ښايي دا لړۍ لا هم دوام ومومي ، د نړۍ لويو هېوادونو او بشري ټولنو ته په کار ده چې لومړی خو پر اسرائيلو زور واچوي چې پر بيګناه خلکو د بمونو اورول بند کړي ، او تر څنګ يې د غزې خلکو ته د دارو درملو او خوړو رسولو لارې پرانيزي ، بل پلو ته بايد ددغې لانجمنې قضيې د دايمي حل لار ولټوي ، ځکه تر هرې لنډې مودې وروسته په هغه سيمه کې تاوتريخوالي رامنځ ته کيږي ، او د خلکو په ژوند کې بېلابېل خنډونه رامنځ ته کوي د خلکو ژوند ترې اخلي ، او له ژوند کولو څخه يې نا هيلي کړي دي . نور بايد هڅه وشي چې تر بېلابېلو نومونو لاندې د خلکو وينې ونه بهول شي ځکه د جګړې او زور لار هميشنۍ نه وي ، او ريښتنی برياليتوب هم نشي تر لاسه کولای .

+ نوشته شده توسط تایب در Wed 31 Dec 2008 و ساعت 8:24 PM |

 

تاسې بايد د جامو مينځلو د ماشين د استعمالولو په وخت کې  دغه څلور چارې تر سره نه کړئ.

لومړی د ماشين له ټاکلي وزن څخه زياتې جامې په کې وانه چوئ.

دوهم، په ماشين کې لا زياتې او يا لږ اوبه مه اچوئ .

درېيم، په ماشين کې د اوبو د تودوخې درجه لوړه نه وي.

څلورم، د جامو نه شتون  په حال کې د مينځلو ماشين مه چلوئ.

 

دغه راز تاسې  بايد د جامو مينځلو له ماشين څخه د استفادې په ترڅ کې هغه عمليات تر سره کړئ چې د مينځلو پايله پياوړی کړي.

لومړی، تاسې بايد له مينځلو نه مخکې جامې په اوبو کې ننه باسئ چې له جامو څخه  خيره به په ساده توګه پاکه شي او اوبه او بريښنا هم وسپميږي.

دوهم، د بېلا بېلو رنګونو جامي بايد په جلا جلا توګه ومينځل شي چې د جامو ترمنځ د رنګونو د بدليدو مخه ونيول شي.

درېيم، تاسې بايد د جامو له مينځلو وروسته په پوره توګه له ماشين څخه اوبه وباسئ او د وچ ټوکر په وسيلې ماشين  پاک  کړئ چې  ماشين ښه وساتل شي او کاري وخت يې زيات شي. 

ماشومان باید د جامو مينخلو له ماشين څخه لېرې وساتئ . 

+ نوشته شده توسط تایب در Fri 14 Nov 2008 و ساعت 5:40 PM |
 

  دغه کلی خواشي نوميږي  چې دچين  د جيانګ سو ولايت د خوشي په ښار پورې اړه  لري ، خواشي  دېرش کاله مخکې د چين د نورو کليو په شان و ، هغه مهال په د چين په زياتره کليو کې د ژوندانه سويه دومره لوړه نه وه ، خو اوس بيا په اکثره کليو کې ژوند بدلون موندلی او د خلکو ژوند تر ډېره ښه شوی، د زده کړو ، روغتيا ، لارو ، کرنې ، کار کولو اوپه نورو ګڼو  برخو کې ډېرې أسانتياوې ليدل کيږي ، خو خواشي کلی تر هغو نورو زيات توپير لري ، او په تېرو دريو لسيزو کې يې دومره زيات او چټک پرمختګ وکړ چې د ټول چين په کچه  شتمن کلی بلل کيږي .

موږ په دغه کلي کې څلور ورځې تېرې کړې او پدې بهير کې مو وليدل چې په دغه کلي کې هره کورنۍ لږترلږه يو يا دوه موټرونه لري ، د خلکو کلنی عايد سلګونو زرو يوانو ته رسيږي ، او لا هم خپل کار او روزګار ته پرمختګ ورکوي . اوس په دغه کلي کې د ميليونرانو څه کمی نشته ، زياتره خلک کوچينو او عادي کارونو ته لاس نه اچوي بلکې اوس په لويو سوداګريزو چارو او له خواشي کلي څخه وتلې د چين له نورو سيمو او حتی له نورو هېوادونو سره هر راز کاري اړيکې ساتي ، ځينې خلک خو ورته د چين سينګاپور هم وايي ، بله دا چې ددې سيمې زياتره سوداګر له سينګاپور سره ډېرې ښې اړيکې هم لري .

د خواشي کلي نوې ودانۍ خپلې ځانګړې بڼه لري ، موږ پخواني کورونه هم وليدل ، چې له اوسنيو هغو سره  د پرتله کولو نه و ، ځکه پخواني کورونه زياتره دوه پوړيز او په ډېر ابتدايي ډول جوړ شوي و ، هغو کورونو ته تللي سړکونه هم  ډېر لنډ ، پراخوالی يې ډېر لږ او تنګ  و ، خو اوسني  سړکونه پراخ ا ودانۍ يې  ډېرې ښکلې ، لوړې او ځانګړې ساختماني بڼه لري .

يو ماښام د خواشي کلي يوې اوسېدونکې د سي أر ای راډيو ورغلي پلاوي ته مېلمستيا کړې وه ، کله چې موږ هغه کور ته ننوتلو نو ومو ليدل چې د اروپا او امريکا په سويه جوړ شوی و ، هر څه پکې نوي او ځانګړي و ، هغه کور ډېرې خونې  درلودې ، او د اوسني عصر په ټولو أسانتياو سمبال و ، د کور له خاوندې څخه  موچې يوه مهربانه او مېلمه پاله ښځه وه پوښتنه وکړه چې کور يې اوس مهال څومره ارزښت لري او څو تنه پکې اوسيږي ؟ په ځواب کې يې راته وويل چې دا کور يې اووه اته کاله مخکې اخيستی دی ، چې اوس يې بيه لږ څه لوړه شوې ده او ښايي شاوخوا اته يا نهه ميلونه يوانه ارزښت ولري ، خو يواځې څلور کسانو ژوند پکې کاوه ، ځکه د هغې مېرمنې لور واده کړی او اوس له خپل مور او پلار سره نه اوسېده ، موږ   پوښتنه  ترې وکړه چې ولې خپلې لور ته هم  په دې کور کې ځای نه ورکوي چې يو ځای ورسره واوسيږي ؟  نو په خندا سره يې  وويل زما لور دوه دا شان کورونه لري او د خوښ او سوکاله ژوند خاونده ده ، نو زموږ کورته اوس هيڅ اړتيا نلري .  د خوښۍ خبر خو  دا وه چې هغې مېرمنې او خاوند يې له دې دومره شتمنۍ سره سره  لا هم له خپلو دندو څخه لاس ندی اخيستي او د پخوا په شان خپلې چارې پر مخ بيايي .

د خواشي کلي اوسيدونکي د خپلو مشرانو ډېر درناوی او احترام کوي ، که د يوې کورنۍ غړي عمر له سلو کلونو څخه زيات وي نو سيمه ايز حکومت به د هغې کورنۍ هر غړي ته شل زره يوانه ، که له نوي کلونو څخه لوړ وي نو د کورنۍ هر غړي ته به يې لس زره يوانه او که له اتيا څخه لوړ وي نو د کورنۍ هر غړي ته  يې دوه زره يوانه ورکوي .

اوس له شپيتو کلونو څخه د لوړ عمر لرونکي کسان هم له خپلې خوښې سره سم کار کولای شي ، يعنې که تر تقاعد وروسته غواړي هم کار کولای شي .

د خواشي کلي اوسيدونکي خپل چاپيرېال ته ډېره پاملرنه کوي ، ډېر پاک او منظم يې ساتي ، شنې سيمې پکې ډېرې زياتې دي ، هلته د تکنالوژيکي تصديو د جوړولو امکان نشته نو ځکه اجازه هم نه ورکوي . پدې کلي کې هر څه د چين له قانون سره سم ترسره کيږي  او د خپل هېواد قانون ته درناوی لري .

ددې کلي زياتره توليدي توکي د جنوب ختيځې أسيا هېوادونو لکه هند ، فليپين ، تايلند او نورو ته صادريږي ، او دغه راز ددغه کلي سوداګر غواړي چې هلته پانګونې وکړي .

اوس مهال د خواشي په ځايي حکومت کې زيات ځوان کسان ليدل کيږي ، ځکه له مخکې څخه مشرانو پدې برخه کې ښه تدبيرونه نيولي دي ، ددې کلي مشران او ځوانان ټول د خپل کلي د أبادۍ لپاره زيات زيار باسي ، او پدې باور دي  که مشران خوځنده او فعال نه وي نو چارې هم ښه پرمختګ نشي کولای .

د خواشي د خلکو شتمن کېدل له سياسي چارو سره نه بلکې له کار او زيار سره تړلي دي ، هغوی ټولو شپه او ورځ کار کړی او خپله سيمه او وطن يې په ښه توګه أباد کړی دی .

موږ هم په خپل وطن کې هر څه لرو ، خدای پاک ښې پراخې ځمکې او طبيعت راکړي، وطن مو له راز راز کانونو څخه ډک دی ، پرته له الماس څخه نور هر څه ښه پرېمانه په خپل کور  دننه لرو، خو بيا مو هم د لاس د نورو مرستې ته اوږد کړی .

ښه به دا وي چې د چين ددې لېرې پراته کلي د خلکو په شان د خپل هېواد هره سيمه ګل او ګلزار کړو ، او نورو پرديو ته د مرستې لاس هيڅکله هم اوږد نکړو ، چې دا هر څه په يو ټينګ هوډ او د سالم مشرتابه په درلودلو سره کيږي ،

پدې هيله چې زموږ د هېواد په ګډون  د نړۍ ټول بې وزلي او وروسته پاتې  سيمې د خواشي کلي د خلکو په شان خپلې سيمې او ملکونه أباد کړي ، ترڅو په خپلو ټاتوبيو کې سوکاله او بسيا ژوند ولري .

 

 

+ نوشته شده توسط تایب در Fri 31 Oct 2008 و ساعت 8:47 PM |
افغان اتلانو په تانزانيا کې د کرکټ په سياليو کې خپلو ټولو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ جام د خپل هېواد په برخه کړ . او يو ځل بيا يې وښوده چې افغانان په تش لاس او د أسانتياو له  نشتوالي سره سره ټينګ هوډ لري او کولای شي خپلو سيالانو ته ماتې ورکړي .

د افغانستان د کرکټ ټيم په تانزانيا کې خپلو ټولو سيالانو ته له يو سره ماتې ورکړه او په دوه زره او يو لسم کال کې نړيوالو اتلوليو ته يو ګام نور هم ورنږدې شو .

نن ورځ ټول افغانان پر دوي وياړي ، ځکه دوی د يوم قوم يا ټبر استازيتوب نه کوي بلکې وياړ يې د ټول هېواد لپاره دی .

له هانګ کانګ سره په سيالۍ کې غوره لوبغاړی رييس احمدزی

هيله ده چې د افغانستان دولت او سوداګر تر خپلې وسې دغه اتلان ونازوي ، چې په راتلونکې دې ته ورته نورې ډلې او لوبغاړي هم هېواد ته د وياړونو د راوړلو لپاره وهڅول شي .

يو ځل بيا ټولو هېواد والو ته ددغې بريا مبارکي وايم .

+ نوشته شده توسط تایب در Sun 12 Oct 2008 و ساعت 10:3 AM |
کوچنی نېکمرغه اختر مو مبارک شه!!!

پاک رب دې زموږ ټولو خلکو عبادتونه قبول کړي، او الله نور د جګړې او بدبختۍ ټغر زموږ له ګران او خوږ وطن څخه ټول کړي .

اختر مو له خوښيو ډک !!

+ نوشته شده توسط تایب در Tue 30 Sep 2008 و ساعت 8:49 PM |
   

 

روزه گرفتن در ماه مبارک رمضان علاوه بر آثار روحی و معنوی آن ، اثرات جسمانی بیسار مفید هم داره ، اما بدون شک زمانی میتواند از تاثیرات مثبت آن مستفید شد که خوراک ها و یا تغذیه در هنگام سحر و افطار منطبق یا برابر با یک رژیم متعادل و متنوع غذایی باشد .

در ماه مبارک رمضان اکثر روزه داران حین افطار با عجله زیاد و  بدون توجه به نوع غذا آنرا تا به آخر نوش جان میکنند، ولی بعد از چند لحظه احساس خسته گی میکنند و حتی نمیتوانند حرکت کنند ، که این حالت به علت پرخوری و در حین حال از عجله در خوردن غذا ها بوجود میاید .

 

پرخوری زیاد و مصرف بیش از حد غذا های پر از چربی ها ، ثقیل و شیرین باعث تحریک معده ، اضافه شدن وزن و همچنان تشنگی میشود ، و وقتی بعضی از روزه داران هر چه بیشتر آب سرد مینوشند تشنگی شان  بیشتر میشود .که نوشیدن بیشتر آب با غذا ها قوی باعث رقیق شدن شیره معده و تاخیر هضم غذا میشود ، که به همین سبب بعضی اشخاص با نفخ و باد معده روبرو میشوند.

چرا مردم زیاد گرسنه میشوند؟ بخاطریکه در سحر یا پس شوی غذا های پروتین دار کمتر میخورند ، و غذا های که قند بیشتر دارد و زود هضم میشود استفاده میکنند که نمیتواند انرژی کافی را در طول روز به روزه دار بدهد و همین کار باعث گرسنگی بیشتر آنان میشود .

 

پس چه باید کرد تا از پرخوری در وقت افطار جلوگیری شود ؟

خوردن غذا های متنوع و متفاوت از نفخ وباد معده ، جلوگیری زیاد شدن وزن و جلوگیری از احساس خسته گی میکنند ، پس روزه داران باید از غذا های سبک بطور متعادل استفاده کنند ، و چون فعلا در افغانستان وقت فصل میوه ها است و میوه ها ارزان هم است پس اگر روزه داران میتوانند خوردن آنرا بعد از صرف غذا ضراموش نکنند .

اینها را هم فراموش نکنید:

خوردن چای و آب به اندازه کافی

خوردن سبزجات مختلف

جلوگیری از مصرف بیش از حد غذا های حاوی قند بیشتر که زود هضم میشود

استفاده بیشتر از مواد پروتینی

همچنان جلوگیری از غذا ها سرخ شده که باعث سوزش معده میشود .

+ نوشته شده توسط تایب در Mon 8 Sep 2008 و ساعت 2:12 PM |
 

د بيجينګ المپيک په لوبو کې د نورو هېوادونو تر څنګ له افغانستان څخه هم ورزشي لوبډلې چين ته راغلې وې، او د اتلتيک او تکواندو په برخه کې يې کې سيالۍ وکړې، چې له هغې ډلې څخه تکواندو کوونکی روح الله نېکپای په دې وتوانېد چې د المپيک په لوبو کې د افغانستان له ګډون راهيسې لومړنی مډال وګټي ، او خپل هېواد ته وياړ ورپه برخه کړي.

 د لوبو تر پای وروسته  مې ددغه پلاوي  له څو تنو سره لنډې خبرې اترې وکړې او په بېلابېلو برخو کې مو د هغوی نظرونه وپوښتل ، په لومړي سر کې مو د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې له روزونکي بشير تره کي څخه پوښتنه وکړه چې په بيجينګ کې يې تر ټول ښکلې خاطره څه وه په ځواب کې يې وايي:                    

تر ټولو ښه خاطره مې دا ده ، دا دريم ځل دی چې موږ چين ته راځو ، او هر ځل مو خپل هېواد ته وياړونه ګټلي دي ، زموږ د تکواندو تنکی ځوان ښاغلي نثار احمد بهاوي تېر کال د تکواندو په نړيوالو سياليو کې دوهم مقام ترلاسه کړ ، وروسته تر هغه دلته أسيايي لوبې وې ، چې په هغو کې روح الله نيکپای وکولای شول د برونز مډال وګټي ، او بيا دا دی د المپيک سيالۍ وې چې پدې کې زموږ د هېواد اتل روح الله نيکپای پدې وتوانېد چې د برونزو مډال وګټي .زه خپلې کورنۍ او هېوادوالو ته ددې مبارکي وايم ، ځکه هغوی پدې برخه کې زموږ څخه پوره ملاتړ کړی دی .

په چين کې د افغانستان د لوی سفارت لومړي مرستيال بابه خان اسلمي په چين کې  له افغان سپورتي پلاوي سره په زياتره چارو کې مرسته کوله ، نوموړی وايي ، ډېر خوښ يم چې له افغان لوبډلو سره مې په بېلابېلو برخو کې تر خپلې وسې مرستې کړې دي ، او لوبغاړو هم ښه لاس ته راوړنه درلوده :

 

زموږ لوبغاړو وکولای شول چې د المپيک لومړنی مډال ترلاسه کړي ، دا موږ ته ډېر د وياړ ځای دی ، او هيله لرم چې زموږ بچيان هم دغه اتلولي د يوې ښې بېلګې په توګه وګڼي او هڅې وکړي چې خپلو خلکو او هېوادوالو ته وياړونه راوړي .چينايانو پدې موده کې له ټولو مېلمنو څخه ښه هرکلی وکړ ، او په ټوله موده کې کومه د پام وړ ستونزه رامنځ ته نشوه .

د تکواندو لوبډلې سره يو تن ډاکتر چې نجيب الله سکندر نوميږي  هم راغلی و ، وايي د روح الله نيکپای له خوا برياليتوب ګټل خپلې کورنۍ او هېواد والو ته مبارک وايي ، هغه وايي په دې شاوخوا دوه اوونيو کې افغان لوبغاړو ته کومه ناروغي يا د پام وړ کومه بله پېښه نده رامنځ ته شوې ، او په بيجينګ کې يې ډېر ښه وخت تېر کړی :

                      

زه د چين له خلکو څخه ډېره زياته مننه کوم چې ډېرښه او منظم پروګرامونه يې په پام کې نيولي و ، ډېره ښه تياري نېول شوې وه ، له بهرنيو ميلمنو څخه يې ښه مېلمه پالنه وکړه ، او هيله لرم چې د چين او افغانستان د خلکو ترمنځ اړيکې لا زيات نږدې او صميمي شي .

د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې مشر د پښتو څانګې ته يو سوغات هم ورکړ ، او ډېر خوښ برېښېده ، هغه وايي ، له ډېر اوږدې مودې راهيسې يې دا هيله وه چې يوه ورځ وکولای شي د افغانستان بیرغ د المپيک په لوبو کې ورپوي ، چې بالاخره دا هيله مو په بيجينګ کې پوره شوه ، ځکه پدې سياليو کې افغانستان د نړۍ د څه باندې دوه سوو هېوادونو په کتار څو اويايم مقام ګټلی دی ، دی له خپلې کورنۍ او دوستانو څخه داسې مننه کوي :

زه له خپلې کورنۍ او دوستانو څخه ډېره مننه کوم ، ځکه هغه ستونزې چې موږ پدې ټوله موده کې درلودې هغه يې راسره وزغملې ، او دغه وياړونه چې نن موږ ګټلي هغوی هم پکې راسره شريک دي ، او ورته وايو چې ډېر ژر به بېرته درستانه شو .

ښاغلی رباني وايي نور چا دا فکر نه کاوه چې دا شان برياليتوب به زموږ په برخه شي ، خو موږ له مخکې څخه دا هيله درلوده چې ښې پايلې به ولرو ، ځکه په تېرو شپږو اوو کلونو کې زموږ لوبغاړو د سيمې او په نړيواله کچه ښې لاس ته راوړنې درلودې .

سي أر ای ته په راغلي افغان ورزشي پلاوي کې افغان اتل روح الله نيکپای هم ګډون درلود ، هغه وويل :

زه ډېر خوښ يم چې دا مقام مې تر لاسه کړ ، زه د افغانستان له ټولو خلکو څخه ډېره زياته مننه کوم چې زه يې نه يم هېر کړی او دعا يې راته کړي چې برياليتوب مې په برخه شي ، زه له خپل روزونکي ، د لوبډلې له مشر ، د لوبډلې له ډاکتر او خپلو ټولو همکارانو څخه مننه کوم ، ما ددوی په مرسته وکولای شول چې ښه پايله ترلاسه کړم . بل دا چې چينايانو د المپيک لوبو ډېر ښه کوربه توب وکړ، له لوبغاړو سره د ټول چينايانو په تېره بيا داوطلبانو چلند ډېر د پام وړ و ، زه له بيجينګ څخه ډېرې ښکلې خاطرې لرم .

په افغانستان کې ديو خپلواک يعنې أريانا تلويزيون  خبريال سيد علي کاظمي په دې هکله وايي:

په بيجينګ کې دا شاوخوا درې اونۍ ژوند ماته له خاطرو څخه ډک و ، بيجينګ ته راتګ ، د المپيک په نه ويشتمې دورې لوبو کې ګډون او تېره بيا د اګست شلمه نيټه چې زموږ د هېواد يو تن لوبغاړي وکولای شول د افغانستان په نوم مډال ترلاسه کړي .

د افغان سپورتي پلاوي يو تن غړی حشمت الله رسا وايي ، د بيجينګ په المپيک لوبو کې د افغان لوبغاړي له خوا د مډال په ګټلو سره د د ژوند ه ډېره پخوانۍ هيله پوره شوې ده .

+ نوشته شده توسط تایب در Mon 25 Aug 2008 و ساعت 10:19 PM |
 

درنو دوستانو دغه مطلب ما ته يو خپل دوست د ايميل له لارې راليږلی و ، دا چې  خوښ  مې شو نو ومې غوښتل چې پښتو ته يې وژباړم څو هغه دوستان چې تر دې دمه يې له رازونو بې خبره دي هم خبر شي :

انسان ډېر علوم حاصلولی شي خو ورو ورو او د وخت په تېرېدو سره ، نو ځکه الله پاک مخکې تر مخکې زيات شيان د انسانانو لپاره خلق کړي او انسانان يې  يو پر بل پسې  پيږني ، بله خبر دا چې اوسنيو علومو دا په ښه توګه روښانه کړې چې زياتره ميوې  د انسانانو د بدن له برخو سره ورته والی لري او د بڼې سره سم هماغې  برخې ته ګټې هم رسوي ، چې ځينې بېلګې به يې دلته راواخلو :

 

ګازرې : که يوه ګازره په منځ کې دوه ټوټې کړو نو  و به وينو چې د سترګې بڼه لري ، د ګازرې منځنۍ برخه ځغلېدلې ريښې،او ځلا ټول د انسان د سترګو په شان ښکاري ، اوسني طب هم دا ثابته کړې چې د ګازرو اوبه په وجود کې  د وينو بهير په تېره بيا سترګو ته منظم او چټکوي .

 

سره بانجان يا روميان : که يو رومي ټوټه کړو نو وبه وينو چې څلور خونې يا برخې لرې، او ټول پاخه روميان سور رنګ لري ، د انسان زړه هم څلور خونې او سور رنګ لري ، د رومي خوړل پر زړه  فشار يا بوج کموي، او د صاف او روغ زړه لپاره د غذا حيثيت لري .

 

انګور: انګور په يو اوښکالي يا خوشه کې سره راغونډ او ځوړند وي ، چې زړه هم ورته بڼه يا شکل لري، د انګور هره دانه د وينې د حجرو په شان ده ، د انګورو په هکله وروستۍ څيړنې دا ښيي چې د زړه لپاره ډېر ګټور دي ، او د وينې صافولو له لارې زړه تازه ساتي .

 

چارمغز يا غوځاڼ : که يو کوچني چارمغز ته ځير شو نو وبه وينو چې د انسان د سر دماغزو بڼه لري .کله يې چې ښۍ او چپې ژۍ وګورو نو د انسان دماغ اصغر او دماغ اکبر بڼې ترې څرګنديدای شي .چی اعصابو ته زیاته گته لری .

 

 

ډنډر لرونکي سابه چې اومه او پاخه خوړل کيږي :

 که پښۍ ، رواش او ورته نورو سبو ته ځير شو نو د هډوکو بڼه لري ، په هډوکو کې ٢٣ سلنه سوډيم شته، چې په دغه راز سبو کې د سوډيم اندازه هم درويشت سلنې ته رسيږي ، که چېرې په خپل ورځني خوراک کې په کافي اندازه سوډيم ترلاسه نکړو ، نو هډوکي چې د وجود اصلي بڼه جوړوي کمزوري کيږي ، نو دغه راز سبزي کولای شي چې په وجود کې د کلسيم تشه يا کمبود ډک کړي .

 

انځر: انځر يا انجير له ګڼ شمېر زړو څخه جوړ شوی ، او که په ونه کې  د ميوې په وخت کې ورته ځير شو نو د دوه توپونو بڼې په شان راځوړند وي .د انځر خوړل په انسان کې د سپرم خوځښت په چټکه توګه زياتوي ، او کله داسې هم کيداي شي چې د انځر خوړل نارينه له شنډ توب څخه وژغوري .

خواږه کچالو: د خوږو  کچالو بڼه  په وجود کې د تريخي يا پانقرانس غوندې ښکاري ، چې په حقيقت کې د ګليسيرين انډول او د شکرې حالت تنظيموي .

زيتون: چې يادونه په قرأنکريم کې هم شوېده د بدن لپاره ډېره ګټه لري، دغه نبات د هګيو په فعالولو کې ځانګړی رول لري .

مالټه: نارنج ، مالټه ، کينو او د ستروس(نارنج ته ورته ميوې) کورنۍ د ښځينه و بڼه لري چې تل په پرده کې پټ وي ، چې په حقيقت کې د سينی یا تیو  د لويدو ، په بدن کې د يو ډول ځانګړې مايع د خوځښت او ورته نورو حرکتونو لامل ګرځي .

پياز: پياز د انسان د بدن د حجرو بڼه لري ، وروستيو څيړنو ښوولې چې پياز د انسان له بدن څخه ټول بيکاره مواد پاکوي ، کله چې پياز ټوټه کوو نو د اوښکو بهولو لامل ګرځي ، چې اوښکې بهيدل د سترګو مخاطی پوښ يا طبقه مينځي .

هوږه: هوږه هم په بدن کې د پياز د يو همکار دنده ترسره کوي ، او له وجود څخه د بيکار شيانو په لېرې کولو او هغه مضر توکي چې په بدن کې موجود وي په بنسټيزه توګه له منځه وړي .

 

راځئ چې د خدای پاک پر دې ټولو نعمتونو شکر وباسو، چې نور هم راته زيات شي .

+ نوشته شده توسط تایب در Tue 12 Aug 2008 و ساعت 11:23 AM |

 

 

١. اغزي ايستلو ساده لار

د اغزي ايستلو له دوو لارو چارو څخه يوه  دا ده  چې بايد لومړی د بدن  هغه برخه  چې اغزی پکې ننوتلی ، په تودو اوبو کې وساتئ او بيا په کاغذ د اغزي په دواړو خواوو پوستکو باندی ومښئی چې اغزی وايستل شی. دوهمه لاره يې دا ده چې لومړی به د اغزي په شاوخوا پوستکي باندي غوړي ومښئی چې  پوستکو ته د ننوتلو له لارې اغزي نرم شی او بيا به  په موچينک او يا په ستن وايستل شی.

٢. د ټوخي مخنيوي ښه لار

د ټوخي مخنيوي ښه لار دا ده چې لومړی په الکول سينه غوړه او چاپی کړئ چې توده شی ، بيا سمدلاسه يو ډول طبي موم  پرې وموښئی چې سوړ شی چې په پايله کې يې ټوخی بند شی.

 

٣. د سر ګنګسۍ د ليری کولو لار :

د سر ګنګسۍ د لرې کولو لپاره لومړی ګټوره او اغيزمنه  لاره دا ده چې په کټ کې وغځيږئ او سترګې هم مه پټوئ ، څو شيبې وروسته به مو سرګنګسي نښه ښه شی. دوهمه اسانه طريقه دا ده چې په تودو اوبو کې څو دانې سره مرچ  واچول شی او بيا دغه اوبه ورو ورو وڅښل شی چې په پايله کې به سرګنګسي کمه شی ځکه چې د سرو مرچو  اوبو په خوړلو سره د هغې وينې تودوخه لوړېږي چې دماغ  ته بهيږي .

که سره مرچ  نه وی ، کېدای شی چې په يو أرام ځای کې کيني او ګريوان خلاص کړي  او د دماغ  په دواړو خواوو باندی فشار واچوي چې له امله به يی د سر درد او ګنګسوالۍ کم شی.

 

٤. د نو داغ   ليري کولو لار :

د عفوني ضد درمل د نو يا زوې  داغ  ليري کولو لپاره هيڅ اثر نه لری او پر دغه داغ  فشار اچول هم ګټور نه دي . ښه به دا وی چې په الکولو او بيا د غاښ په کريم يې وموښئ او پنځلس دقيقې وروسته د نو يا زوې دانه وچه او کوچنۍ او ورو ورو ليرې شی.

٥.  له وجودڅخه  د ککړو شويو شيانو د ليري کولو لار :

لومړی د لسو دقيقو لپاره په نباتي غوړيو ټول وجود غوړ کړئ او بيا ځان په تودو اوبو کې واچوي او ښه يې ومينځئ چې په پايله کې به ککړ شيان  له خولو سره يو ځاي له وجود څخه ووځي.  

 

+ نوشته شده توسط تایب در Mon 7 Jul 2008 و ساعت 4:54 PM |

 

 

ښايي دا ټولو ته معلومه وي چې د ميوو خوړل روغتيا ته ګټې لري،ځکه ميوې په خپل جوړښت يا ترکيب کې ډول ډول ويتامينونه ، ګلوکوز يا قندونه او نور معدني مواد لري، خو دا هم بايد هېر نه کړو چې د ميوو له اندازې زيات خوړل نه يواځې دا چې روغتيا او بدن ته ګټې نه رسوي بلکې  روغتيا ته زيان هم رسوي ، چې دا  ټکی   بايد ماشومانو ته د ميوو ورکولو په برخه کې په پام کې ونيول شي .

 

د ماشومانو د هاضمې سيستم دومره قوي او ځواکمن ندی ، او د هغوی د کولمو عمل د لويانو په پرتله يو څه ضعيف دی ، نو که په يو وخت زياتې او بيلابېلې  مېوې وخوري ښايي د هغوی په د هاضمې پر جهاز منفي اغېزه وکړي ، اود خوراکي توکيو د جذبولو بهير يې  ګډ وډ ، بې نظمي پکې رامنځ ته او د تکليف لامل يې وګرځي .

همدا شان په پښتورګو کې  يو شمېر زيات قندونه له ادرار سره بهر وځي ، چې په ادرار کې د بې نظمۍ د رامنځ ته کېدو يا بدلون لامل هم ګڼل کېدای شي . او دا د پښتورګو لپاره غير عادي بهير کېدای شي  او ښايي د پښتورګو د ناروغۍ لامل شي . د بېلګې په توګه که ماشومان زيات شفتالو وخوري نو په خيټه کې د باد د راټولېدو، تبې او اشتها د خرابوالي لامل ګرځي . که زيات ناک وخوري نو د نس ناستي لامل ګرځي ، او که په تشه خيټه املوک وخوړل شي ، نو د قبضيت لامل ګرځي چې دا ټول د ماشومانو پر روغتيا منفي اغيزې کوي .

 

نو بايد ماشومانو ته هغه مېوې ورکول شي چې د هغوي معده يې د هضمولو توان ولري .او داسې نه وي چې د ګټې پر ځای زيان ورته ورسوي او بله خبر دا چې هر مېوه بايد په لږ اندازه ورکړل شي ، او داسې هم نه وي چې بيخي مېوې پرې قطع يا ودرول شي ، ځکه مېوې د ويتامينونو اصلي سرچينې يا منبع ګڼل کيږي .

 

تاسو پدې هکله څه نظر لرئ، مهرباني وکړئ او خپل نظر مو دلته وليکئ .

 

+ نوشته شده توسط تایب در Sun 29 Jun 2008 و ساعت 9:42 PM |

 

له شاوخوا يوې اونۍ راهيسې مې  له خپل بل افغان ملګري سره د افغانستان د کرکيټ د ملي لوبډلې لوبې چې د انګلستان  په جرسي ټاپو کې يې ترسره کولې په ښه غور او دقت سره څارلې ، که څه هم زه د کرکيټ په ټولو قانونو او اصولو نه پوهيږم ، خو چې کله به مې د افغانانو د لوړو نمرو او بيا د لوبې د ګټلو اورېدل نو د چا خبر من ، من غوښې مې اخيستې، افغان لوبغاړو خپلې لومړۍ درې لوبې په ډېرې زړورتيا او مهارت سره وګټلې ، او په څلورمه کې يې له سنګاپوره ماتې وخوړه ، خو بيا يې هم  لوبډله نيمه پايلوبې ته ټاکل شوې وه .

افغان لوبغاړي د اتلولۍ له کپ سره.

           دا عکس له بي بي سي  پښتو ويبپاڼې اخيستل شوی .

 

 

  اوس خبره دا وه چې دوی به له جرسي څخه دغه لوبه وګټي که نه ؟ په تېره بيا چې مخکې تر هغه د هوا د خرابوالي له امله د جرسي او افغان ټيمونو تر منځ لوبه مساوي اعلان شوې وه ، او د جرسي تيم روزونکي په ډېر غرور سره ويلي و : (( حيف شو چې له افغانستان سره مو لوبه ونکړه )).

 

 هستی گل ددغو لوبو اتل !! 

 

  د هغه دا ارمان او هيله هم پوره شوه ، او د جرسي ټيم چې پخپل ګروپ کې يې هيڅ لوبه نه وه بايللې ، د افغان لوبغاړو مقابلې ته راووتل ، کله چې لوبه پيل شوه نو هغه مهال ما په دفتر کې د خپل کار تر څنګ د بي بي سي پښتو ويبپاڼه هم څارله او وروسته تر هر څو دقيقو به مې له نويو خبرونو ځان خبراو . تکړه او استعداد لرونکيو افغان کرکټبازانو د جرسي ټوله لوبډله په اتيا منډو شاته کيښنوله ، او خپله يې د نمرو په جوړولو پيل وکړ ، تر لږ وخت وروسته د ډوډۍ خوړلو وقفه يا ځنډ را منځ ته شو ، ما هم چې په دفتر کې مې کارونه پای ته رسيدلي و په بيړه خپل ځان کور ته ورساوه ، او له هغه ځايه مې له خپل دوست سره د لوبو تازه خبرونه کتل، بايد ووايم چې پدې برخه کې د بي بي سي پښتو برخې د نورو افغانانو په خبرولو کې پوره  ونډه لرله او بايد چې هېر يې نکړو .

 

  د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې يو شمېر غړي .

 

 افغان لوبغاړي په لومړي سر کې ډېر ښه لوبېدل ، خو ورو ورو ساحه پرې تنګه شوه او څو لوبغاړي يې په پرله پسې توګه سوځېدل ، کله چې اووم افغان د نمرو په جوړولو پيل وکړ ، نو ما او بل افغان دوست مې دا ښه وګڼله چې نور نو تازه خبرونه ونه څارو، ښايي چې ښه خبر به ونه لولو ، هماغه وه چې د شپې شاوخوا دولس بجې له کوره ووتو ، او د شپې تر يوې نيمې بجې پورې بهر پاتې شولو ځکه که په کور کې وای نو زړه مو نه صبرېده او حتمأ مو پدې اړه نوي خبرونه اورېدل ، له کوره بهر مو هم د افغان ځوانانو د حالت، زده کړو ، لوبو او پر نورو بېلابېلو حالاتو خبرې کولې او کله کله مو نننۍ لوبې هم يادولې چې اوس به څه شوي وي ،مختلف نظرونه مو درلودل ، ګټلي به يې وي .... بايللي به يې وي ...يواځې درې کسان يې پاتې و ....خو کيداي چې همهغو درې کسانو توره کړې وي ....افغان لوبغاړي د جرسي له هوا سره بلد ندي........خدای مهربانه دی چې لوبه يې ګټلي وي او داسې ګڼې نورې انګېرنې .....

 

 د کرکټ لوبه اوس د ماشومانو تر منځ هم د پراخېدو په حال کې ده .

 

 

    کله چې د شپې شاوخوا يوه نيمه بجه شوه نو پوه شولو چې اوس نو لوبه پای ته رسېدلې او هر څه چې وي بايد ويې ګورو ، کله چې کورته دننه شولو زما ملګري پرته لدې چې د کور دروازه بنده کړي لومړی يې د کمپيوټر پر لوري ورمنډه کړه ، او غوښتل يې چې نوی خبر وګوري. يو ځل يې چيغه کړه واه واه ويې ګټله !!! افغانانو وګټله !! زما هيڅ باور نه راته، ژر مې دروازه بنده کړه او د کمپيوتر خواته ورغلم ، ومې ليدل چې په ريښتيا هم افغانانو اتلولي خپله کړې وه ، نه پوهيږم چې هغه وخت به مې حال څنګه و؟  پر خپلو بې وزلو خو پياوړو  افغانانو مې ووياړل ، ځکه دا دوهم وياړ دی چې دغو تکړه ځوانانو د خپل هېواد په برخه کړی دی .

 

 

افغان لوبغاړي تر برياليتوب وروسته د هېواد بېرغ ليږدوي .

  

 

 هيله ده  چې زموږ خلک او چارواکي د کرکټ د لوبغاړو تر څنګ د نورو ټولو لوبو لوبغاړيو څخه معنوي او مادي ملاتړ وکړي ، او ويې نازوي ، او نور ځوانان هم دې ته وهڅوي چې د ټوپک او نشو پر ځای سالمو چارو ته مخه کړي .   تل دي وي د افغانستان سرلوړي خلک !!!

+ نوشته شده توسط تایب در Sun 1 Jun 2008 و ساعت 8:22 PM |

 

د روان زيږيز کال د می په د دولسمې نيټې تر غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د چين  سچوان ولايت سختې زلزلې ولړزاو ، چې سختوالی يې د ريکتر په کچه اوه اعشاريه اتو درجو ته  رسېد، او سخته مرګ ژوبله يې رامنځ ته کړه ، دغه زلزله د چين په ځينو نورو لويو ښارونو لکه نينګ شيا،ګن سو،چينګ های،ګوی چو،شن شي،شان دونګ، هوبۍ،هونان،يونان ،تبت او جيانګ سو ښارونو او أن په ځينو نورو ګاونډيو  هېوادونو کې هم احساس شوې ده .

 

د ورروستيو شمېرونو له مخې تر اوس مهاله ددغې زلزلې له امله شاوخوا څلور دېرش زرو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی،په همدې اندازه نور ورک او تر دوه سوه او څلويښت  زرو زيات ټپيان شوي ، او داسې وېره هم شته چې د مړو شمېره به تر پنځوس زرو تنو پورې ورسيږي .او شاوخوا پنځه ميليون  تنه بې کوره شوي دي .

 

د زلزلې له پېښدو وروسته په لنډو شيبو کې  د چين جمهور رييس ښاغلي هوجين تاو سمدلاسه اړوندو څانګو ته حکم وکړ چې ژر تر ژره زيانمن شوي کسان وژغوري او د مصيبت ځپلو سېمو د خلکو د سر ساتنې لپاره هيڅ راز مرستې ونه سپموي

د دې تر څنګ د لمړي وزير وين جياباو په مشرۍ يوه ځانګړې  قومندانۍ هم جوړه شوه ، او هماغه شپه سمدلاسه د خلکو د ژغورنې کارونو د لارښونې لپاره مصيبت ځپلو سيمو ته ولاړ ، او په ښه توګه يې د چارو لارښونه وکړه ، د ټپيانو پوښتنه  ته ورغی  ، د قربانيانو کورنيو ته يې تسلا ورکوله ، يتيم شوي ماشومان يې په غيږ کې نيول ، او هغو ميندو او پلرونو  ته يې ډاډګېرنه ورکوله چې خپل اولادونه يې په دې ناورين کې له لاسه ورکړي و .

 

هغه مهال د زلزلې مرکزي سيمې  يعنې ون چوان ولسوالۍ ته ټولې غځيدلې لارې پرې شوې وې، هوا هم خرابه وه او باران اوريده، چې سيمې ته يې د الوتکو تګ راتګ له خنډ سره مخامخ کړی و ، خو د لومړي وزير وين جيا باو په ورتګ سره  ، هغه ژغورنکو ډلو ته نوې روحيه ورکړه ،او ورته يې وويل چې د هرې ثانيې په پرمختګ سره کولای شئ چې د يو انسان ژوند وژغورئ .

 

تر لنډې مودې وروسته ژغورنکو ډلو د بېلابېلو ستونزو  په ګاللو سره بېلابېل خنډونه له مخې لېرې ،او ځانونه يې سېمې ته ورسول .

ژغورونکيو ډلو په ډېر لږ وخت کې شاوخوا شپږ دېرش زره او پنځه سوه تنه وژغورل ، او تر خاورو او کنډوالو لاندې کسانو د لټون لپاره لاهم په نه ستومانه کېدونکې توګه کار کوي ، په دغې زلزلې کې تر دوسوه او لس زرو څخه زيات کسان ټپيان شوي دي ، چې د درملنې چارې يې په ښه توګه ترسره کيږي ، د چين له بېلابېلو برخو څخه داوطلب ډاکتران سېمې ته رسيدلي او مرستندويه چارې ترسره کوي .

د چين د دولت مشر ښاغلی هوجين تاو هم سميې ته ولاړ او اړوندو چارواکيو ته يې لازمې لارښوونې وکړې ، د ناروغانو پوښتنه يې له نږدې وکړه ، او ناورين ځپلو کورنيو ته يې ډاډګېرنه ورکوله ، او د هغوی په غم کې يې ځان ورسره شريک وګاڼه ، چې دا هر څه د هغوی د ښه او زړه سوانده مشرتابه څرګندونه کوي ، او په ريښتيا د ستايلو وړ دي .

 

د نورو نړيوالو ټولنو او مرسته کونکيو هېوادونو تر څنګ پخپله عامو چينايانو هم د مرستې لاس ور اوږد کړ ، هر چا تر خپلې وسې ورسره مرسته وکړه .

  ډېر کسان په داوطلبه توګه حاضر شول چې  ټپيانو ته خپلې وينې  ورکړي ، د مې تر نولسمې نېټې پورې د مرستو کچه لس  ميليارده او اته سوه  ميلون يوانو ته ورسېده .

د افغانستان په  دولت ، پارلمان او عامو وګړيو کې  هم ډېر دا شان زړه سوانده وګړي شته چې پر خپلو خلکو يې زړه سوځي، پر هر غم يې خواشيني او پر خوښۍ يې خوښيږي ، خو پوښتنه دا ده چې زموږ مشران او زړه سواندي کسان ولې خپله مينه په عمل کې نه ښکاره کوي ، او پر وخت د خلکو په زخمونو د مرهم پټۍ نه ږدي ،  زياتره هغه وخت د ستونزو په حل پسې راوځي چې د چا خبره اوبه له ورخه اوښتي وي ، او کله هم يواځې تشريفاتي اجرأت ترسره کيږي ، چې دا د خلکو او مشرانو تر منځ د واټن د نورو لېرې کېدو لامل هم کېدای شي ،هيله ده چې زموږ مشران هم د چيني مشرانو په شان پخپل وخت له پيښو ځان باخبره کړي، د پيښو د زيانونو د مخنيوي لپاره اړوندو چارواکيو ته لارښوونې وکړي ، او خپلو ځانونو ته د خلکو په زړونو کې ځای ورکړي .

انشاألله چې هغه ورځ به دومره لېرې نه وي ، چې زموږ د ځينو کسانو تر منځ اوسنۍ تربګنۍ ختمې او د هېواد په أبادی کې پوره ونډه ولري  او د يو بل په غم او ښادۍ کې ځانونه سره شريک وبولي .

+ نوشته شده توسط تایب در Mon 19 May 2008 و ساعت 8:21 PM |

 

 

درنو دوستانو هوهه هات يو ډېر ښکلی او له بيلابېلو منظرو څخه ډک ښار دی،چې د سيمې د اوسېدونکيو په وينا د پسرلي او دوبي په موسمونو کې ښکلا څو برابره زياتيږي،هو هه هات د ين شان غرونو او ژيړ سيند تر منځ پروت دی،او له پخوا څخه  د چين په شمال کې يو مهم کلتوري مرکز هم ګڼل  کيږي ،هلته شاوخوا د شپږ دېرشو قومونو خلک په سوله ايز چاپيريال کې ژوند سره کوي،په دغو قومونو کې د منګوليا،هان،مانچو، هوي،تبتيان،داور،ايلونچون،ايوينک،کوريا او د يو شمېر نورو قومونو وګړي شته .

موږ تر سهارنۍ وروسته چې ټول خوراکونه يې اسلامي او زياتره يې له شېدو څخه جوړ شوي و ،د ښار او تاريخي ځايونو په ليدو پسې ووتو ،ځکه هلته مو د اوسېدو موده لنډه وه ،نو ومو غوښتل چې خپل وخت يې ضايع نکړو ،او تر خپلې وسې له وخت څخه ګټه واخلو ،لومړی ولاړو د يو پخواني پادشاه  د اوسېدو ځای ته ،چې دازاو نومېده،او د خپلې واکمنۍ پر مهال يې د سيمې خلکو زيات د قدر وړ کارونه کړي و،هلته هر څه په ډېره ښه توګه ساتل شوي و،د پخوانيو سرتېرو جامې،د هغه مهال ډول ډول وسلې،د اوسېدو خونه،د کار دفتر او داسې نور .

په هغې لرغونې ودانۍ کې مو ښايسته ډېر وخت تېر کړ،زموږ ملګرو په بيلابيلو برخو کې معلومات راکول،د هر لرغوني اثر تر خوا د هغه په اړه  په چيني او مغولي ژبو معلومات  ليکل شوي و،او دوی موږ ته ژباړل،او په ځينو وختونو  کې يې هغه څه چې له خپلو مشرانو اورېدلي و هم موږ ته ويل .

کله چې د پخواني پادشاه له ماڼۍ څخه راووتو نو بهر هوا ډېره سړه وه،عمران ويل چې پنډې جامې يې نه دي اغوستي نو غواړي چې بېرته هوټل ته ولاړ شي ،هغه  له موږ څخه بېل  او د يو ټکسي موټر په وسيلې  هوټل ته ولاړ،خو موږ خپلو ليدنو ته دوام ورکړ .

زموږ ملګرو مشوره راکړه چې د هوهه هات لرغوني سړک ته ولاړ شو،او هلته ځينې تاريخي أثار او ځايونه وګورو،موږ ورسره هو کړه ،او د ټکسي موټر په وسيلې هغې سيمې ته وخوځيدو،کله چې هلته ورسيدو نو له لېرې او له  ورايه د چيني معمارۍ اثرونه تر سترګو کېدل .د پام وړ خبره خو دا وه چې حتی د سيمې نوې هټيو او بويو مارکيټونو ته هم  ورته بڼه ورکړای شوې وه،په دې معنی چې ټول سړک په يو شان ودانيو او ورته رنګونو ښکلی شوی و.هلته مو زيات شيان وليدل، له واټ څخه د راوتو په ترڅ کې مې يوه مېرمن وليدله چې په ډېر مهارت  او چټکۍ سره يې انځورونه ښکل،ما ورته وويل چې کوم ډول انځورنه ښکلی شي،نو يې زما د نوم پوښتنه وکړه،راته يې وويل چې د کاغذ پرمخ يې ورته وليکم،ډېر ژر لاس په کار شوه،شاوخوا پنځه دقيقې وروسته يې زما نوم د ګلانو او پاڼو په بڼه د يو لوی کاغذ پر مخ انځور کړی و،ډېر مې خوښ شو،ما د هغې مزد  او ملګرو مې  ورته د انعام په ډول نورې پيسې هم ورکړې .

ماسپښين و،ما خپلو ملګرو ته ووېل چې زه هم غواړم بېرته هوټل ته ستون شم ،ځکه د لمانځه وخت و،نو هغوی ټول يو ځای سره په خندا شول،او راته  يې  وويل د لمانځه لپاره بايد جومات ته ولاړ شې نه هوټل ته،ما ورڅخه د جومات پوښتنه وکړه،نو ويې ويل اوس جومات نه بلکې د جوماتونو په لوري خوځيږو،ما داسې فکر وکړ،چې ښايي دوی راسره ټوکې وکړي،خو تر لس پنځلس دقيقو پلي واټن څخه وروسته يو ښکلي او پراخ واټ ته ورسېدو ،چې له لېرې د جوماتونو منارې راښکاره شوې،ما کله هم داسې باور نه کاوه،چې په هغې سيمې کې به هغه شان ښکلي جوماتونه وي،ټولو ودانيو،هوټلونو،کوچنيو او لويو هټيو د اسلامي معماري بڼه درلوده .کله چې واټ ته ورننوتو،د مسلمانانو موجوديت او شتون پکې له  ورايه څرګنديده،داسې پخواني او لرغوني جوماتونه مو هم وليدل چې څو سوه کاله پخوا جوړ شوي و،خولا يې هم په ښه توګه ساتنه کېده او وخت په وخت رغول شوي و.

د ماسپښين او مازديګر لمونځونه مو هملته په ښکلو جوماتون کې وکړل،بيا مې خپل همکار عمران ته تيليفون وکړ،او هغه هم راسره يو ځای شو،

د ماښام تر لمانځه وروسته د اسلامي خوراکونو يو رستورانت ته ولاړو،سربېره پردې چې بيلابېل ډولونه خواړه يې درلول،ارزانه او ډېر خوندور هم و،کله چې له هغه ځايه راووتو نو ،شپه تياره شوې وه،خو هرې خواته رنګين څراغونه راځوړند و،موږ وليدل چې دغه ښکلی ښار په شپه کې خپله ځانګړې ښکلا لري،که څه هم زموږ هيڅ يوه زړه نه کېده چې له اسلامي واټ يا اسلاميک ستريت څخه ولاړ شو،خو مجبوره و،ځکه موږ ټول ښه په مزه ستړي شوي و،نو ورو ورو د هغه هوټل په لوري وخوځېدو چې مخکې مو کوټې پکې نيولې وې،چينايي ملګري مو خپلو کورونه ته ولاړل .

او موږ هم خپلو کوټو ته ولاړو ،ما خپله کتابچه راواخيسته اود هغې ورځې تېر شوی حالت مې په لنډه توګه ياداشت کړ،او تر لږ ځنډ وروسته ټول ويده شولو.

+ نوشته شده توسط تایب در Thu 20 Mar 2008 و ساعت 7:51 PM |

 

 درنو دوستانو نن غواړم چې په چين کې د خپل يو سفر په هکله تاسو ته لږ څه ووايم  ،څو ورځې وړاندې مې له خپل همکار امان الله عمران سره  د چين د تاريخي ځايونو او ښارونو په هکله خبرې کولې،چې د خبرو په ترڅ کې مو مغولستان را ياد کړ،بايد ووايم چې کورنی يا داخلي مغولستان چې د چين يوه خپلواکه سيمه ده ،چې  ډېر لرغونی تاريخ لري،نو هماغه مهال مو هوډ وکړ چې ددې تاريخي ښار لرغوني أثار له نږدې څخه وګورو،مخکې ما په بيجينګ کې يو ملګری درلود چې هغه هم د مغولستان اوسېدونکی و،او د خپلو ژمنيو رخصتيو له پاره خپل پلرني ټاټوبي ته تللی و،د بريښنا ليک له لارې مې اړيکې ورسره  ونيولې او د خپل هوډ او تصميم په اړه مې ورته وويل،په ډېر خوښۍ سره يې زموږ د دغه تصميم هرکلی وکړ،او ويې ويل چې زموږ تر ورتګ پورې به هملته انتظار راته وکړي،ځکه چې د هغه رخصتۍ هم پای ته په رسېدو کې وې او بيرته خپل پوهنتون ته  د زده کړو لپاره راګرځېده.

 

موږ هم داسې رخصتي نه درلوده چې د زيات وخت له پاره هلته ولاړ شو،ځکه همدا څه موده مخکې د پسرلني اختر لويه رخصتي تېره شوې وه،زه او عمران په دې سره سلا شولو چې د اونۍ په پای کې يواځې دوه ورځنۍ سفر وکړو،د خپلې څانګې له مشر سره مو خبره شريکه کړه،چې په ورين تندي يې راسره ومنله،کله چې زموږ ځينې نور بهرني همکاران زموږ له تصميم څخه خبر شول نو هغوی هم له زړه غوښتل چې راسره ولاړ شي،خو زموږ تګ په ډېرو لنډو ورځو کې و،او هغوی بايد له مخکې ورته تياري نيولې وای او وخت يې ټاکلی و،خو بيا هم طليعه چې د ايران هېواد او د فارسي څانګې کارکونکې ده ،سفر ته تېاره شوې وه،له سفر څخه يوه ورځ مخکې مو د راډيو په ودانۍ کې د اورګاډي ټکټونه واخيستل ،او نور ډاډه شولو چې سفر مو حتمي دی .

کله چې زموږ   نور چيني همکارانو زموږ د سفر په هکله واورېدل  نو  هر يو پخپل وار لارښونې راته  کولې،چا ويل چې د أس سورلۍ درڅخه هېره نشي،بل ويل چې خوندورې شېدې او مستې وخورئ،ځينو ويل چې د شګو توپان  وګورئ ،د پسه کباب خوړل مو هېر نشي او دې ته ورته نورې خبرې .

 

د بیجینگ ریلوی ستیشن .

 

د جمعې په ورځ ښاغلي عمران د سهار له خوا او ما د شپې له خوا کار کاوه،د جمعې تر لمانځه وروسته هغه مخامخ راډيو ته راغی او زه کور ته ولاړم ،چې د سفر لپاره خپل د اړتيا وړ توکي سره راواخلم،عمران هم خپل بکس ماته پرې ايښی و،او ما له ځان سره راډيو ته راوړ ،هغه ورځ ما خپل کار لږ څه وختي پاي ته ورساوه،او د ښاغلي عمران او طليعه سره يو ځای د اورګاډي اډې ته ولاړو،په بيجينګ د اورګاډي څو لويې اډې شته،چې له هر يو يې د ورځې په لسګونو زره کسان د خپلو موخو په لوري سفرونه کوي .

د هوهه هات په لار کی .

 

کله چې موږ د اورګاډي ته ورسېدو نو حرکت ته مو يواځې شاوخوا نيم ساعت پاتې و،هلته مو ځينې د اړيتا وړ توکي را ونيول او د اورګاډي په لور وخوځېدو،لکه مخکې مې چې درته وويل د اورګاډي له هرې اډې يا ستيشن څخه  هره ورځ په لسګونو زره کسان نور ښارونو ته ځي،نو هغه وخت چې موږ هلته و ډېر اورګاډي د حرکت په حال کې ليدل کېدل او ډېرو نورو ته مساپر ورختل،لويه  ګڼه ګوڼه وه.موږ هم د اورګاډي د يو کارکونکې په مرسته د داخلي مغولستان مرکز هوهه هات ته تلونکی اورګاډی وموند او پکې سپاره شولو،زموږ هر تن له پاره يو يو کټ موجود و،ځکه هغه واټن تر لسو ساعتونو په اوږده موده کې وهل کېده،په هره کوچنۍ کوټه کې دوه کټونه چې درې پوړيز دي موجود و،زموږ درې واړو ځايونه په جلا جلا توګه په دريمو پوړونو کې و.ريل يا اورګاډي پوره نهه بجې حرکت وکړ،موږ هم  تر خپل منځ او هم له ځينو چينايانو سره خبرې وکړې ،تر هغه چې څراغونه مړه شول،موږ هم په خپلو کټونو کې ويده شولو،ريښتيا خبره چې چندانې خوب مو ونکړ،ځکه د اورګاډي د أواز تر څنګ  يو شمېر کسان په خوب کې ډېر خرېدل .

سهار له لمر ختو سره سم د هوهات ښار څنډو ته ورسېدو،د اورګاډي له کړکۍ څخه مې بهر وکتل ځای ځای واورې  پرتې وې ،خلکو پنډې جامې په تن درلودې،او هر څه د يخنۍ له کبله کنګل و.

 

د هوهه هات تر تولو تاریخی او لرغونی جومات .

 

او نيمې بجې وې چې هوهه هات ته ورسيدو،کله چې له اورګاډي څخه ښکته شولو ملګري مې ټيليفون راته وکړ چې په بهرنۍ دروازې کې زموږ انتظار کوي،لږ شيبه وروسته موخپل ملګری جې دوه تنه نور هم ورسره و ، وليدل،تر تاوده روغبړ وروسته  مو لمړی بېرته بيجينګ ته د راتګ ټکټونه واخيستل،او بيا د دوه ټکسي موټرونو په وسيلې  د ښار په منځنۍ برخې کې د يو هوټل  په لور وخوځېدو،چې خپل په لاس کې موجود توکي هلته کيږدو.

اسلام سرک یا اسلامیک ستریت . 

 

کله چې د ښار له منځ څخه تېرېدو نو ښکلې او لوړې ودانۍ مو تر سترګو کېدې،چې په بيلابېلو بڼو جوړې شوې وې،سړکونه ډېر پراخ و،چې د سړک د غاړې ښکلو څراغونو يې ښکلا نوره هم زياته کړې وه .

 

 

ډېر ژر مو دوه خونې ونيولې،او تر لنډې دمې وروسته د سهارنۍ له پاره بهر راووتلو،مغلي ملګرو مو پوښتنه وکړه چې کوم ډول خوراکونه مو خوښيږي،او څه غواړئ چې وخورئ،موږ غوښتل چې څه ووايو ،خو هغوي ټول په يو أواز وويل  داسلامي خوراکونو رستورانت ته ځو.

+ نوشته شده توسط تایب در Wed 5 Mar 2008 و ساعت 5:30 PM |

 

 

تېره ورځ د افغانستان لپاره د پاکستان لوی سفير د پيښور تورخم په  لار د نامعلومو کسانو لخوا وتښتول شو،چې د پاکستان پوځ د سرتېرو،پوليسو او خاصدارو د پرله پسې لټون سره سره يې لاهم څرک ندی لګيدلی.

د خبرونو له مخې په افغانستان کې د پاکستان لوی سفير ښاغلی طارق عزيزالدين هغه مهال د ديورنډ کرښې پورې غاړه په خيبر دره کې لا درکه شو چې غوښتل يې د ځمکې له لارې تورخم او بيا له هغه ځای څخه کابل ته ولاړ شي .

 

که څه هم داسې خبرونه خپاره شوي چې قبايلي طالبانو د يو شمېر قبايلي مشرانو له لارې د پاکستان حکومت ته ويلي چې عزيزالدين دوی برمته کړی،او طالبانو د يو مشهور قومندان ملا منصور په بدل کې چې څو ورځې مخکې د پاکستاني پوځيانو لخوا په بلوچستان کې تر يوې نښتې وروسته په ټپي حالت کې ونيول شو تبادله کړي،خو پاکستاني چارواکيو تر دې دمه په دې هکله څه ندي ويلي .

بلخوا د ډيورند پولې ته څېرمه په ډېره اسماعيل خان کې د پاکستان د اتومي ادارې دوه تنه چارواکي د نامعلومو وسله والو کسانو لخوا تښتول شوي،د رپوټونو له مخې دا کسان د پاکستان د اتومي انرژۍ د تخنيکي برخې کار کوونکي دي،چې تر اوسه يې چا د تښوتولو پړه پر غاړه نده منلې .

دا لومړی ځل ندی چې په پاکستان کې دغه راز تښتونې او ګواښنې کيږي،مخکې تر دې هم په وار وار دې ته ورته پېښې شوي ،د بېلګې په توګه د خبريالانو تښتول،د چينايي انجنيرانو يرغمل نيول ،د پوځيانو  او مليشه و تښتونه او داسې نورې ګڼې پيښې ...

خو دا وروستۍ پيښه تر هغو نورو يو څه توپير لري،او هغه هم دا چې دا ځل يو لوړ پوړی ديپلومات،او د اتومي ادارې کارکونکي تښتول شوي،چې پخپل وار له ډېر اهميت څخه برخمن دي،ځکه په وروستيو کلونو کې  د افغانستان او پاکستان اړيکې  تل نازکې پاتې شوي،نو د پاکستان د يو لوړ پوړي ديپلومات هغه هم په افغانستان کې د پاکستان د سفير تښتونه ډېره د پام وړ خبر ده .

دغه راز د اتومي ادارې کارکونکي هم ډېر مهم او حساس خلک دي،ځکه څه موده وړاندې لويديځو هېوادونو د پاکستان د اتومي بټيو په هکله انديښنه ښودلې وه او د هغوی په وينا دا ويره شته چې هغه به د ترهګرو لاس ته ولويږي،نو ښايي چې اوس دا انديښنه نوره هم زياته شي .

دا تښتونې په داسې وخت کې تر سره کيږي چې د پاکستان د پارلماني ټاکنو وخت ته هم يواځې شاوخوا يوه اونۍ پاتې ده ،او تر څنګ يې د پاکستان له بيلابېلو برخو په تېره بيا په صوبه سرحد کې د تاوتريخوالي  د زياتوالي رپوټونه  هم ورکول کيږي .چې يواځې په همدې دوه درې ورځو کې په چارسده کې د نشينل عوامي ګوند د کمپاين پر مهال په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او په سوات کې شاوخوا څلويښت کسان له سپکو او درنو وسلو سره نيول شوي دي .

د شنونکو په أند که ښاغلی عزيزالدين په ريښتيا طالبانو نيولي وي ،نو  د پاکستاني چارواکيو دنده به لا ګرانه وي،ځکه  ځينو رپوټونو ويلي چې هغوی د نوموړي په بدل کې د ملا منصور دادالله د خوشې کولو غوښتنه کوي .او ملا منصور هم د طالبانو يو له لوړپوړيو چارواکيو څخه ګڼل کېده ،چې د پاکستان حکومت به له يوې ننګونې سره مخامخ کړي .

په دې وروستيو کې  داسې  ويل کيږي چې طالبانو د يرغمل نيولو خوږ خوند څکلی،مخکې يې څو څو ځله روغتيايي کارکوونکي،خبريالان او تر ټولو مهم د کوريا جمهوريت درويشت تنه وګړي،چې بيا دوه تنه يې ترې ووژل او نور يو ويشت تنه نور يې د ناڅرګندې معاملې په ترڅ کې خوشې کول د بيلګو په توګه يادېدلای شي .

تر هغه مخکې يو تن ايتالوي خبريال جياکومو چې له خپل افغان ملګري سره  په هلمند ولايت کې يرغمل نيول شوی و، له بند څخه د طالبانو د پنځو تنو لوړپوړيو چارواکيو په خوشې کولو سره وژغورل شو ،خو افغان ملګري يې خپل ژوند له لاسه ورکړ .خو دا ځل معلومه نده چې څه به ترسره شي .

د چارو د څيړونکيو  په أند په داسې حال کې چې پاکستان د خپلو راتلونکيو پارلماني ټاکنو په درشل کې دی،ښايي چې د مخالفينو لخوا  دا شان عملونو بيا هم تکرار شي او خپلو غوښتونو ته  د رسېدو په موخه به له هغو څخه ګټې  واخلي،چې پدې سره به نه يواځې پخپله لوړ پوړي پاکستاني چارواکي بلکې بهرنيان او د نړيوالو ټولنو کارکونکي هم په ډاډه زړه ،او پرته له بشپړو امنيتي تدابيرو تګ را تګ ته زړه ښه نه کړي .

 

+ نوشته شده توسط تایب در Thu 14 Feb 2008 و ساعت 9:12 PM |

 

د دوه زره اتم کال د فبرورۍ اوومه نيټه د چينايانو له يو دوديز پسرلني اختر سره برابره وه ،دغه اختر د چينايانو له پاره په يو کال کې تر ټولو لوي او مهم اختر دی . د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې ددغه جشن يا اختر د لمانځلو له پاره  أن يوه اونۍ او تر هغه هم مخکې تياريانې نيول کيږي،دغه اختر پنځلس ورځې دوام لري ،چې بيلابيلې لمانځنې او دودونه پکې ترسره کيږي .ډېر لرغوني دودنه په اوسنۍ زمانه کې هم مروج دي .

د اختر په لومړۍ ورځ ټول چينايان نوې جامې اغوندي او يو بل ته مبارکي وايي،ښکلي او خوندور خواړه خوري او درنې ميلمستياوې جوړوي .د (جوزه)چې يو د منتو په شان يو ډول خاص خواړه دي هم حتمي ګڼل کيږي .

موږ چې بهرنيان يو ،نو که مو څوک پيږني او يا نه د نوي کال د مبارکۍ غږ را باندې کاوه ،چې دا ډېر راته په زړه پورې و . چا به ويل (ګونيان هاو)،ځينو به ويل (چونيجيې هاو) يو شمېر نور ويل (شين نيان کواي له)،چې موږ هم ورته ځوابونه ورکول ،او هغوی ته هم په زړه پورې و ،په وروستيو ورځو کې موږ هم کولای شول چې ورته جملې وکارو او خپل دوستان پرې خوښ کړو .

د نوموړي جشن په ترڅ کې اولادونه او کشران مشرانو ته د روغتيا او أرامۍ هيله څرګندوي ،مشران هم  حتمأاولادونو ته  پيسې ورکوي،چې په سره کاغذ کې تا شوې وي،ويل کيږي چې پخوا دغه پيسې دومره زياتې نه وې ،خو د خلکو د اقتصادي حالت په پياوړتيا سره اوس اولادونه هم په لږو پيسو قناعت نه کوي .

د پټاقيو الوزول هم د پسرلني اختر يو مهم دود دی،چيني وګړي باور لري چې د پټاقۍ په الوزولو سره بدبختۍ کډه کوي،شيطان له کوره شړل کيږي ،او بختوري او نيکمرغي کورونو ته ننوځي .

       

 

 ريښتيا د شپې دولس بجې وې  په درانه خوب ويده وم ،چې يو ځل لکه درنه جګړه چې نښتې وي،هرې خواته درزهاری و،د لويو او کوچنيو چاودونو غږ  مې تر غوږ شو،رنګارنګ روښنايانې هم معلومېدې،له خپل افغان ملګري سره له کوره بهر راووتو،او ومو ليدل چې چينايانو له تورې شپې رڼا ورځ جوړه کړې وه.

 

چينايان ددغه جشن په پنځلسمه ورځ يو ډول خواړه خوري چې يوان شياو نوميږي،او ګرده بڼه يا شکل لري،او پکې بيلابېلې خوږې اچوي،ځکه پدې شپه سپوږمۍ بشپړيږي،او ګرده بڼه غوره کوي.

د چينايانو تر منځ د د ګرد(دايروي)خوراک خوړل د کورنۍ د غړيو د راغونډېدو مانا لري .

که څه هم سږ کال په چين کې د نوموړي جشن پر مهال سخته يخني او په يو شمېر ولايتونو کې سړې د پرله پسې واورو او بارانونو اورښتونو خلک له ستونزو سره مامخامخ کړي ،خو بيا هم خلک دغه جشن په ښه درز سره ولمانځه .

 

+ نوشته شده توسط تایب در Sun 10 Feb 2008 و ساعت 7:50 PM |

 

پدې وروستيو ورځو کې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړې ادارې يا يوناما د مشرتابه له پاره د نوي مشر د ټاکل کېدو خبرې ډېرې تودې دي،يو شمېر خبري رسنيو داسې خبرونه ورکړي چې د بريتانيا د ليبرال ديموکرات پخوانی مشر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانکړې ادارې د مشرۍ دندې په غاړه اخيستل منلي دي،داسې هم ويل کيږي چې مخکې ټاکل شوې چې ښاغلی اشډوان ته به په افغانستان کې د ناتو او د اروپايي ټولنې  د ملکي چارو واک هم ورکول شي،خو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي لخوا ونه منل شو.

افغان دولت هم پخپل وار د ښاغلي اشډوان د نوې دندې په هکله انديښنه ښولې،او داسې هم ويل کيږي چې  هغه  ته ورکول کېدونکي صلاحيتونه د اوسني دولت له پاره د منلو وړ ندي، په دې اړه د ښاغلي کرزي د وزيرانو شورا پرېکړه وکړه چې نړيواله ټولنه دې د ملګرو ملتونو د نوي استازي د صلاحيتونو او واکونو په هکله دوي ته معلومات ورکړي،او ښايي له ځينو کسانو سره دا وېره هم وي چې د اوسني حکومت تر څنګ به  بل حکومت خپل واک چلوي .

 

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي ظاهر طنين خبري رسنيو ته ويلي چې ښاغلي اشډوان ته درناوی لري،خو نوموړی د افغانستان له پاره تر ټولو غوره استازی ندی .طنين ويلي چې افغان حکومت  د ناتو اوسنی لوړ پوړی چارواکی او په دوه زره دوهم ميلادي کال کې د أيساف د ځواکنو مشر جان مکول ددې دندې له پاره غوره ګڼي .

 

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې اداره يا يوناما د ښاغلي کرزي له حکومت سره يو ځای رامنځ ته شوه،چې په لمړي سر کې يې لخضر ابراهيمي مشر و،او کارونه يې هم ښه په درز سره روان و،او د افغان دولت تر څنګ يې په بيلابېلو برخو کې فعاليتونه درلودل،او د نړيوالو مرستو د راجلبولو او په سياسي او ټولنيزو چارو کې يې څرګند رول ولوباوه،خو بيا  د چارو يو شمېر پوهان د نوموړې ادارې  د وروستي مشر ټام کوينکس  او د هغه کار کړنې کمزورې ګڼي او وايي ټام کوينکس په خپلو چارو کې دومره لاس بری نه و لکه هغه  شان چې ورته   تمه  او اړتيا وه .

نو ښايي اوس مهال نړيوالو مرستندويه ټولنو په افغانستان کې د دغې ادارې د مشرتابه  له پاره د يو جدي کس د موجوديت اړتيا ليدلي وي،چې دغې دندې ته  د اشډاون نوم زيات اخيستل کيږي .

 

اشډاون چې له ٢٠٠٣ څخه تر ٢٠٠٥ ميلادي کلونو پورې په بوسنيا هرزګوينا کې د ملګرو ملتنو د ارادې  او اروپايي ټولنې مشر و ،په سخت او قاطع چلند مشهور دی،ځينې سرچينې خو هغه په خپلو چارو کې تر ډېره بريالی هم ګڼي،خو ښايي  په افغانستان کې  هغه  ته د زياتو صلاحيتونو ورکولو افغان  چارواکي په انديښنه کې اچولي وي،او په افغانستان کې د هغه دندې ته دومره زړه نه ښه کوي .

 

اشډوان چې د يو انګليس پوځي زوی دی،د تېرې پيړۍ په څلورمه لسيزه کې په هند کې چې هغه مهال د بريتانيا تر ولکې لاندې و  زيږېدلی،او پخپله  يې هم په پوځي برخه کې زده کړې کړې دي،او ښايي د نوموړی همدا مخينې  هم د افغانانو تر منځ ګونګسي را پورته کړي وي،ځکه زياتره افغانان د هغه وخت برتانوي پوځ په ښه نوم نه ياودي.بلخوا په افغانستان کې له وروستيو څو کلونو راهيسې د بريتانوي پوځيانو پر کړنو په وار وار نيوکې شوي،په تېره بيا په هلمند کې د کوکنارو د کرکيلې په مخنيوي کې د يوې غټې شمېرې بريتانوي پوځيانو  نه برياليتوب هم خپلې منفي اغيزې درلودلي دي .

د يو شمېر کسانو په أند اوس مهال چې د ښاغلی کرزي حکومت له ګڼو ننګونو سره مخامخ دی ،ښايي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې ادارې يا يوناما لپاره  د يو ځواکمن او او قاطع مشر موجوديت اوسني حکومت ته نوی ساه وروبښي او د نورو نړيوالو مرستو په را جلبولو او د هغو پر ځای لګولو کې ورسره مرسته وکړي،خو تر هغه حده هم نه  چې د افغانستان له پاره ستراتيژي او پلانونه جوړ کړي،بلکې د خپلو صلاحيتونو په چوکاټ کې د افغانانو د سوکالۍ په موخه  ورسره لاس اوږد  کړي .

 

وروستي خبرونه وايي چې اشډاون د يوه ليک په ترڅ کې د ملګرو ملتونو مشر بان کيمون ته ويلي چې افغانستان ته تللو ته تيار ندی،ځکه ددې د ندې د ترسره کولو تر څنګ د افغان دولت پراخې همکارۍ ته هم اړتيا ده چې  دا شان ملاتړ په  موثره توګه نه ليدل کيږي .

 

دا چې دغه دنده به اشډاون تر لاسه کړي او که کوم بل چارواکی،دا به د وخت په تېريدو سره روښانه شي .خو هغه څه چې مهم دي هغه د بېوزله افغانانو سره  د ريښتينو مرستو کول او پر ځای لګول دي،چې له ورسره  به  د خلکو مخ په زياتېدونکې  اوسنۍ ستونزې يو څه راکمې شي .

+ نوشته شده توسط تایب در Mon 28 Jan 2008 و ساعت 11:30 AM |

 

 

د نړۍ لس لوی بندرونه :

د نړۍ لس لوي بندرونه په دوو برخو يعنی د مالونويا کانتينرونو د ليږد راليږد اندازې له پلوه ويشل کيږي .د مالونو د وړلوراوړلو پروسږنې اندازې له مخې د شانګهاي بندر چې وړم کال څلور سوه او اويا مليون ټنو په ظرفيت مالونه پکې ليږدول راليږدول شوي ، لومړی ځای او ورپسې د سينګاپور بندر چې د څلور سوه او اوه څلويښت ټنو په ظرفيت مالونه پکې وړل راوړل شوي دوهم مقام ونيوه،چين د نين بو جو شان بندر ،لوتدام ،ګوانګ جو،تيان جين ،جنوبي لويس انان ،د چين هانکانګ او چينګ داو بندرونه له درېيم څخه تر لسم پوري لوي بندرونه وبلل شول . له دغو بندرونو نه وروسته د کوريا جمهوريت د پوشان بندر د وروستي لوي بندر د چينګ داو په پرتله يوازې پنځه مليونه ټنه کم شويدی.

د يادونې وړ خبره دا ده چې له دغو لسو لويو بندرونو څخه پنځه بندرونه چيني بندرونه وو او د مالونو د ليږدراليږد اندازې يې د همدې کال د عمومي اندازې په سلو کې دوه پنځوس اعشاريه درې برخه ونيوله.  که د کانتينرونو د ليږدولو اندازې له نظره د نړۍ لومړی لوی بندر د سينګاپور بندر دی چې څلورويشت مليون او اته لکه کانتينرونه پکې وړل راوړل شوي ،ورپسې د چين دهانکانګ ،شانګهاي او شن جن ،د کوريا جمهوريت د پوشان ،د چين د تايوان ګاو شيون ،د لوتدام ،دوبی،هامبورګ او لاس انجلس بندرونه له دوهم څخه تر لسم پوري وګڼل شول چې له دغو بندرونو څخه  په چين کې يوازی د هانکانګ او شانګهاي بندرونه وشميرل شول .

 

 انسان په خالص اکسيجن کې ژوند کولی شی ؟

 

 أن د تيرې پيړۍ په نيمايی کې عالمانو وموندله چې که ژوي خالص اکسيجن تنفس کړي،نو مسموم به شی. انسان هم همداسی دي. که انسان له خالص اکسيجن څخه په ډک چاپيريال کې چې د هوا فشار يې له نيمې برخې څخه زيات وی ،ژوند وکړي ،د ټولو سلولو يا حجرو لپاره به يې  مسمومي   حالت رامنځ ته کړي .  

په بله  وينا انسان په خالص اکسيجن کې يوازی څلورويشت ساعته پاتی کېدای  شي چې په پايله کې به د سږي ناروغۍ ورته  رامنځته شي  او په پاي کې د تنفس کمزورتيا له امله د مړينې لامل ګرځي .

 که انسان په هغه چاپيريال کې چې اکسيجن يې ډير غنی وی  واوسيږي،په څو دقيقو کې د ماغزي سلولونو د خرابوالي له امله ژر مړ کېږي .

 

 أيا ژوی په هنداره کې ځان پيژنی ؟

 يوې علمي څېړنې ښوولې  ده چې  د يو بيزو پر مخ د  بې هوښې په حالت کې   دوه درې سره رنګه داغونه ووهل شول ،چې تر   ويښېدو  وروسته هغه بيزو په هنداره کې خپل ځان وپيژانده او د داغونو په ليري کولو يې پيل وکړ.

د دغې ازموينې څخه څرګنده شوې چې يو شمېر بيزوګان په هنداره  کې ځان پيژني. خو نورو زياتو أزموينو دا ثابته کړې چې نور ژوي د بېلګې په توګه پيشو ،سپی ،پيل ،ځينې مرغان ،سمندري زرک  او نور شل ډولونه بيزوګان په ائينه کې  خپل ځانونه نه شی پيژندلی.که څه هم بيزو په ائينه کې ځان نشی پيژندلی ،خو هغه خدمتګار پيژني چې خوراک ورکوی او دده پنجره پاکوی .څيړنې ښوولې چې مرغان په هنداره کې ځانونه د خپلو ملګرو په توګه ګڼي.

 

 

 د مرغانو  پيژندونکو د شمېرنې له مخې اوس په ټوله  نړۍ کې اته زره ډوله مرغان شته او ددوی د  الوتنې لوړوالی ددوی د ليدو  له ځواک سره نژدی تړاو لری .

مرغان عمومأ له څلور سوه مترو څخه په ټيټه هوا کې الوزي او يوازی بازان او ګوربتان د درې زره مترو په لوړوالي الوزي . خو يو ډول مرغه چې د ألپ په غرنی سيمه کې ژوند کوي،له درې زره او پنځه سوه څخه تر څلور زره مترو پورې په لوړه هوا کې الوزي . يوازې زاڼې چې  د هيمالايا له غرونو څخه تيرېږي،د نهه زره مترو په جګه هوا کې په ازاده توګه الوزي ځکه چې د هيمالايا تر ټولو لوړه څوکه د سمندرله  سطحې څخه اته زره او اته سوه او دوه څلويښت متره لوړه ده .

 

په مريخ کې ستا د بدن وزن څو دی ؟

 د يو تن د بدن وزن د ځمکې د جاذبې قوې له خوا ټاکل کېږي.کله چې انسان يا يو شی پورته کوی نو ژر بيرته ځمکې ته لوېږي چې ځمکې ته د لوېدو لامل د ځمکې د جاذبې قوه ده .هرڅومره چې د يوه ستوري جاذبې قوه لوړېږي هومره ورسره د بدن وزن هم  درنديږي .

 مريخ   له ځمکې څخه يواځې  نيمه برخه کوچنی دی ،که په ځمکه کې  د بدن وزن سل پونډه وي ،نو په مريخ  کې به يوازې ديرش پونډه وزن ولري،په پلوتوکې اوه،په سپوږمۍ کی اوولس،په عطارد کې اته ديرش،په اورانوس کې نوي ،په زهره کې يو نوي، په کيوان کې يو سل او اوه ،په نپتون کې يو سل او څوارلس ، په مشتري کې دوه سوه او يو پنځوس او په لمر کې دوه زره اوه سوه او پنځه نوي پونډه وزن  ولري .

 


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط تایب در Mon 21 Jan 2008 و ساعت 9:48 AM |

 

أيا هر تن د ځمکې د تودوخې مخنيوي لپاره خدمت کولی شی ؟ ښکاره خبر ده چې  ددې پوښتنې ځواب هو دی .

 تاسو هم د کارپوهانو او سوداګرانو او حکومتي چارواکيوسره يو ځاي د کاربن دوه اکسايد د خپراوي اندازې د کمولو لپاره اړين کوشش کولای شئ .لانديني ګټور وړانديزونه په ورځني ژوند کې عملی کيدونکي دي چې د چاپيريال په ساتلو او د اقليمي بدلون په مخنيوي کې مهم رول لوبولی شي .

 


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط تایب در Wed 26 Dec 2007 و ساعت 5:59 PM |

 

                 د رنو دوستانو دا دی په تلو تلو کې يو ځل بيا د لوی اختر مبارکې ورځې راورسېدې ،هر قوم،ملت او مذهب ځان ته اخترونه لري،چې پدې لړ کې مسلمانان هم دوه ښکلي اخترونه يعنې د روژې يا کوچنی اختر او بل د قربان يا لوی اختر دی،چې د ټولې نړۍ د مسلمانو لخوا يې لمانځنه کيږي .

 


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط تایب در Wed 19 Dec 2007 و ساعت 7:56 PM |

 

The magnificent Niujie Masjed (mosque) is famous worldwide. Originally built in the fourteenth year of the Thoghe reign of the Liao Dynasty (996). (Corresponding to the second year of the Zhidao reign of Northern song Dynasty), by the Arabian scholar Nasurutan. In the tenth year of the Chenghua reign of the Ming Dynasty (1474),  .

 

.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط تایب در Fri 14 Dec 2007 و ساعت 10:57 AM |

 

اگر مطالب و نکات که لازم است آنرا حین سفر مراعت کنید نه تنها  به مشکلات مختلف  و گوناگون مواجه نخواهید شد،بلکه سبب میشود که از سفر خود به چین لذت ببرید وخاطرات شیرینی برایتان باقی خواهد ماند:

 

 

هشدار!!!

 

کوشش کنید که از آوردن هر گونه مواد غیر قانونی به چین خود داری کنید،زیرابه هیچوجه نمی توانید از پولیس میدان هوایی بگذرید،و همه اموال تان توسط ماشین های مخصوص چک میشود،در صورت داشتن مواد غیر قانونی به درد سر بزرگی افتیده،که در آن وقت هیچکسی حاضر نخواهد بود به شما کمک کند.

 

به امید اینکه سفر خوشی به چین داشته باشید و از این کشور افسانوی و مملو از آثار تاریخی خاطره های شیرینی را به یادگار بگذارید.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط تایب در Sun 2 Dec 2007 و ساعت 11:27 AM |

                                                                                                                                            

د پاکستان جمهور رييس او د پوځ مشر پرويز مشرف په هغه هېواد کې د بيړني حالت تر اعلانولو وروسته څومره   ورځې مخکې د لمړې ځل لپاره د خبريالانو پر وړاندې راڅرګند شو او ويې ويل چې  له مخکني پلان سره سم به  د راتلونکي کال د جنورۍ په مياشت کې  پارلماني  ټولټاکنې ترسره شي .او د ولايتي پارلمانونو د ړنګولو خبرې هم وکړې.

جنرال مشرف ويلي و چې دغه پرېکړه يې د ټولو ولايتونو له پارلماني استازو سره د مشورو له مخې کړې  ده .....

 

 

 

 

 

 

 


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط تایب در Sat 17 Nov 2007 و ساعت 11:32 PM |

 

محترمو دوستانو  په چين کې ٥٦ قومونه ژوند کوي چې په دې جمله کې د لسو قومونو وګړي د اسلام پر مبارک دين  باور او عقيده لری چې د رسمي شمېرنې له مخې يې   د وګړو  شمير له  شاوخوا شل مليون تنو څخه اړوی  خو غير رسمي شمېرې بيا دا اندازه نوره هم زياته ښيي . د چيني مسلمانانو تر منځ د هوی قوم وګړي  د مسلمانانو للويه برخه جوړوي  چې وګړي يی د چين په بيلابيلو ځايونو کې ژوند کوي .

د اوومی ميلادي پيړۍ له نيمی وروسته يو شمير فارسيان او عربان د سوداګرۍ لپاره چين ته راتلل چې ځينی يی بيا د تل لپاره د چين په ځينو ښارونو کې پاتی شول چې  دوی د چين د هان ، مغول او ويغور د قومونو له پيغلو سره ودونه وکړل ........

 


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط تایب در Tue 13 Nov 2007 و ساعت 8:33 PM |

 

تېره ورځ د بغلان ولايت د قند له فابريکې سره  يوه درنه چاودنه وشوه چې له امله يې د افغانستان د پارلمان د شپږ تنو غړو په ګډون شاوخوا څلويښت تنو خپل ژوند له لاس ورکړ او شاوخوا اتيا تنه نور ټپيان شول،چې د پيښې زياتره قربانيان د ښوونځيو زده کوونکي او عام وګړي بلل شوي دي  .

 

په دغې پيښې کې د افغانستان د ملي شورا غړيو هر يو   د اقتصادي کميسيون مشر  سيد مصطفی کاظمي،د کابل استازي حاجي عارف ظريف ،د تخار استازي صبغت الله ذکي.......

 

 


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط تایب در Wed 7 Nov 2007 و ساعت 9:21 PM |

له شاوخوا يوې اوونۍ راهيسې د نورو قبايلي سيمو سربېره د سوات په سيمه کې هم د جګړې اور تر بل هر وخت څخه زيات تود شوی،او په جګړې کې ښکېلو دواړو خواوو ته پر مرګ ژوبلې اوښتلو سربېره د سيمې زياتره خلک  هم د خپلو کورونو  پرېښودو ته اړ شوي دي.....

 

 

 


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط تایب در Sun 4 Nov 2007 و ساعت 3:22 PM |

د ألمان لمړۍ وزيرې انګلا مېرکل د شنبې په ورځ د يوه پلاوي په مشرۍ  افغانستان ته يو ناڅاپي سفر وکړ ،چې  په ترڅ کې د افغانستان له ولسمشر ښاغلي حامد کرزي او يو شمر نورو لوپوړيو افغان چارواکيو سره وکتل ،او  په افغانستان کې له مېشتو  ألماني سرتېرو سره کتنه هم د هغې د سفر له موخو څخه وه ......


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط تایب در Sun 4 Nov 2007 و ساعت 2:23 PM |

درنو لوستونکيو که څه هم ددغې پاڼې نو کابل بيجينګ دی او مطلبونه يې بايد ددغو دواړو هېوادونو او مسئلو په هکله وي خو کله کله به ځينو نړيوالو مسايلو ته هم پاملرنه پکې کوو،چې دادی نن مو د ترکيې د حکومت او دهغه هېواد د کارګر ګوند دوسله والې ډلې ترمنځ وروستيو تاوتريخوالو ته يوه لنډه کتنه کړې هيله ده چې  راټول شوي توکي يې ستاسو د پام وړ وګرځي ......                                                                                                    هوساينه له لاسه وركړي .


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط تایب در Wed 31 Oct 2007 و ساعت 3:10 PM |